November 6, 2026

پشه یی ژبه او د هغې لهجې

By Faridullah Farhan

پشهيي ژبه او د هغې لهجې
ليکوال: څېړندوی فريداهلل فرحان

لنډيز
په دې نړۍ کې خورا ډېر ژبې شتون لري چې د ځينو ځانګړو فکتورنو له امله لکه: چاپيريال، زمان، کډوالۍ، جنګونه او داسې نورو له امله خورا دېر اغيزمن کېږي او په افغانستان کې هم ځينې ژبې د وخت په تېرېدا سره اغيزمن شوي دي په ځانګړې ډول پشهيي ژبه هم اغيزمنه شوېده. نو په همدې اساس ددې څېړنې بسټيزه موخه د پشهيي ژبې او د هغې لهجې سپړل دي. ددې څېړنې ډول کيفي کتابتوني ده چې له مختلفو چاپي او انالين سرچينو څخه معلومات د همدې څېړنې د پوښتنو په اساس راټول شوي دي، په سر کې د پشهيي په اړه معلومات وړاندې شوي دي. ددې ژبې يادونه په معتبرو آثارو کې د بهاشه، پيشاجه، پيشاوي، ....پشهيي او په نورو بڼو کې شوې دي او ترڅنګ يې دا هم روښانه شوې چې دا ژبه څومره ويونکي لري؟ په څو لهجو خبرې کوي او په کومو سيمو کې کومې لهجې ويل کېږي؟ د لهجو ترمنځ ځينې فونيميکي توپيرونه روښانه او څرګنده شوي دي. يادې پوښتنې ددې څېړنې په ترڅ کې په تفصيلي ډول ځواب شي.
کليدي ټکي: پشهيي ژبه، لهجې، نفوس، فونيميکي توپيرونه

سريزه
پشهيي د يو قوم او افغاني ژبې نوم دی او دغه نوم د تاريخي کتابونو کې بهاشه، پيشاچه، پيشاوي، ....پشهيي او په نورو بڼو راغلی دی. د پشهيانو ژبه پشهيي ده، چې د آريک ژبو په کورنۍ کې د دارديک (داردي) ژبو په مرکزي څانګې پورې اړه لري. ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپيسا، نورستان، او د کابل په پغمان، په سروبي او اوزبين کې ويونکي لري. داردي ژبې (چې په پشهيي کې د غرني او کوهستاني معنا ورکوي) د اندو-آريايي ژبو هغه برخه ده، چې د افغانستان د شمال شرق په غرني سېمو کې او يو شمېر يې د پاکستان په شمال او د هند د شمال غرب په څو سېموکې شتون لري.
پشهيان زمونږ د هېواد په ختيځو برخو د هندوکش د غرونو په جنوبي لمنو، د کابل سيند په شمالي سيمه د پيچ او کونړ د سيندونو د يو ځای کيدو سيمې څخه نيولې تر ګلبهاره پورې او په ځينو نورو کليو او ښارونو کې د خپلو پښتنو، تاجکو، نورستاني او نورو وروڼو سره ګډه ژوند کوي. ددې څېړنې محور او اصلي موخه دا ده چې د پشهيي ژبې پيژندنې ترڅنګ ددې ژبې موجوده لهجې او د لهجو ترمنځ فونيميکي تفاوتونه ددې څېړنې ساحه تشکيلوي، ترڅو چې تاريخي پشهيي ژبه، لهجې او د لهجو ترمنځ فونيميکي توپيرونه لستونکو ته روښانه شي.

د پشهيي ژبې پېژندنه
پشهيي ژبه چې زمونږ د ګران هېواد افغانستان په ختيځو واليتونو لکه د کاپيسا، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان په ځينو ولسواليو، سيمو او ښارونو، د کابل واليت د سروبي په ولسوالۍ او د کابل په ښار کې او هم د هېواد په ځينو نورو سيمو او په کليو کې ويل کېږي، يوه ډېره پخوانۍ او لرغونۍ آريايي ژبه ده چې د پښتو او دري ژبو سره سره نږدې اړيکي لري.
پشهيي ژبه چې د اريک ژبو په کورنۍ کې د (دارديک) ژبو په مرکزي ډله کې راځي. د لمغاني، لغماني، ديګاني، دېګانو او په دې وروسته پيړۍ کې د نورستان د سيمې د نامه په اړوند نورستاني او نورو نومونو هم ياده شوې ده. د پوهندوی نورمحمد غمجن ليکنې پر بنسټ يوازې افغانستان کې (۳۵۰۰) کالو څخه را په دې خوا ويل کېږي (غمجن تميل ۸۳).
د ځينو شواهدو او واقعيتونو څخه دا په ډاګه کېږي چې دغه ژبه له اوس څخه پخوا په پراخه سيمه کې ويل کېده او د سيمې له مهمو ژبو څخه وه. په دې هکله جورج مورګنسترين تر ټولو زياتې څيړنې او ليکنې کړي او د (اندو ايرانين لنګويجز) په نامه د خپل کتاب دريم ټوک چې ۲۳۷ مخه لري او په ۱۹۶۷ ميالدي کال په لومړيو کې چاپ شوي د پشهيي ژبې ګرامر ته ځانګړی کړې ده. نوموړی نامتو څېړونکی ليکي: «پشهيي د هغې لرغونې ژبې اوسنۍ بڼه او زيږنده ده چې د اسالم څخه ترمخه په هندو بدايي کاپيسا او لمپاکا (اوسني لغمان) کې ويل کيده....» (کلماني ۱۵۷). د دايرة المعارف فارسي اول جلد په (۱۷۹ مخ) کې چې د غالم محسين مصاحب په سرپرستي ليکل شوی دی د افغانستان سره د تماس په ترڅ کې داسی راغلي دي: «عمده ترين قبايل هندو آريائی افغانستان قبيلهی پاشائی است که نام محلی آن دهګان است، و ساکن کوهستان کابل و درهی سفالی کنار...» (غالم محسين مصاحب ۱۷۹)، يعني د افغانستان له هندو آريايي قبايلو څخه تر ټولو مهمه قبيله پاشايي ده چې سيمه ييز نوم يي دهګان دی چې د کابل په کوهستان او د کونړ درې په الندينو برخو کې ميشت دي.
پشهيي خلک او ژبه يې د تاريخ په اوږدو کې په نورو بېالبېلو قومونو او نومونو هم ياد شوي دي لکه: الينايي، داردي، ګندهاري، المګاني یا لمګاني، لغماني، ديګان او دېګاني، کوهستاني او نور... په همدې توګه ددې په خاطر چې اوس د نورستان نوم په همدې څه د پاسه يوې پيړۍڅخه را په دې خوا دود شوی دی، دغې سيمې ته د ارتباط پربنسټ کله کله پشهيي خلکو او ژبې ته يې نورستانی هم وايي، (کلماني ۶)، حال دا چې اوس دا نوم چې د قوم او ژبې نوم دی يوازې کاتي، وامايي، وايګلي او پاروني خلکو ته منل شوی دی چې د نورستان په نامه د واليت په زياتره برخه کې ژوند کوي.
د ښاغلی احمدجان ماڼو د ليکنې پر بنسټ هم پشهيي ژبه هغه آريايي يعني آريک ژبه ده چې نږدې (۴۰۰۰) کاله مخکې ژوندۍ وه او ختيځ پوهانو په (۱۴۰۰) قبل الميالد کې مړه بللې او نورې لرغونې آريايی ژبې لکه سنسکرت، اوستا او زړه فارسي يې د هغې لوڼې ګڼلي دي. ښاغلي ماڼو د خپلو څېړنو پر بنا چې (په هندو اروپايي ژبو کې د پشهيي ژبې موقف) په نامه کتاب کې خپاره شوي، لرغونی (آريک) ژبه يې ژوندۍ او همدا اوسنۍ پشهيي يې لرغونې آريايي ژبه بللې ده. (کلماني ۱۵۷)

د پشهيي ژبې لهجې
پشهيي ژبه څو بيال بيلو لهجو څخه جوړه شوې ده. د دوی جغرافيه يي ساحه د نورستان د وايګل له ختيځ نه د کاپيسا ګلبهار تر لويديځ پورې ښودل شوي، او په دې لويه سيمه کې خلک په پشهيي ژبه خبرې کوي او مرکزونه يې کونړ، ننګرهار، لغمان، او کاپيسا دي. پشهيي ژبه خپل جغرافيوي موقيعت د تثبيت له مخې په پنځو لهجو ويشل شوې ده چې الندې ډول دي:
۱- د کوهستان او بولغين لهجه
۲- د اوزبين درې لهجه (اليشنګ او دولت شاه)
۳- د تګاب او نجراب لهجه
۴- د لغمان، الينګار، کونړ او دپيچ درې لهجه
۵- ديګانو يا چوګني لهجه

پايله
دا چې پشهيي د يو قوم او افغاني ژبې نوم دی او دغه نوم د تاريخي کتابونو کې بهاشه، پيشاچه، پيشاوي، ....پشهيي او په نورو بڼو راغلې دی. پشهيي ژبې ويونکي زمونږ د ګران هېواد په ختيځو برخو د هندوکش د غرونو په لمنو، د کابل ختيځ، پروان، کاپيسا، بدخشان، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان او په ځينو نورو کليو او ښارونو کې د خپلو پښتنو، تاجکو، نورستاني او نورو وروڼو ترڅنګ او آن په ګډه سره ژوند کوي. دغه ژبه په خپل ځان کې ډېرې لهجې لري، خو په عمومي توګه په پنځو لهجو ويشل شويده چې د هرې لهجې په اړه معلومات وړاندې شول، او هم د لهجو ترمنځ فونيميکي تفاوتونه په روښانه شول ترڅو لوستونکي د پشهيي ژبې د لهجي تفاوتو باندې پوه شي.

[د دې مقالې بشپړ متن، د لهجو ترمنځ د فونيمونو د بدلون د بېلګو جدولونه او د اکاډميکو ماخذونو بشپړه لړ لیک د اصلي PDF سند کې شتون لري چې لاندې ورسره تړلی دی.]

This piece is preserved from its original document.

Read the full original (PDF)

← Back to Articles