November 6, 2026

د پشه یی د نومونې وجه

By Muhammad Zaman Kalmani

محمد زمان کلماني
د پشه یی د نومون ې وجه

پشه یی چی د افغانستان د یو قوم او ژبې نوم دی په لرغونو سندونو، لیکنو او کتابونو کې د بهاشه، پیشاچه، پیشاوي، پاشا، پشا، پاشایی، پشایی، پشویی، پشۀ، پشه، پشی او په نورو پڼو راغلی دی. دا چی په خپله پشه یی د کوم نامه څخه اخیستل شوی او یا د نومونې وجه یې څه ده او ولې دغو خلکو او ژبې ته پشه یی وایی؟ په دې هکله بېالبېل نظرونه شته چې په لنډ ډول وړاندی کېږي.

لومړۍ نظریه دا ده چې: په ډیر پخوا زمانه کې د همدغو اوسني پشه ی یانو څخه او ددوی په سیمه او میشت ځای کې چی آریاییان دي، یو پاچا وو چې په همدی ژبه یی خبری کولی. ددی په خاطر چی د ځینو سترو قومونو په ژبه پاچا او پادشاه ته پاشا ویل کېده او اوس هم ویل کیږي، دغو خلکو او ژبې ته، له هماغه پاچا (پاشا) سره د اړیکو پر بنسټ چی سره یو ول پاشایی ویلي دي، چې بیا وروسته همدغه پاشایی نوم پشه یی شوی دی. دا هم جوته ده چی پشه ییانو چی مرکز یی لغمان دی په لرغونو وختونو کې خپله پادشاهی لرله. چینی نامتو زایر هیون تسنګ چې ۶۲۹ او ۶۴۵ میالدي کلونو ترمنځ النپو (لغمان) ته راغلی وو په دې اړه لیکي: «ددی په خاطر چې د څو پېړیو څخه راپه دېخوا ددې مملکت شاهی کورنۍ له منځه تللی او مشران یی د قدرت د نیولو په خاطر ددې نه پرته چې د یو بل برالسی ومني، په خپلو کې مخالفتونه کړي او په آخر کې بیا د کیاپیشي (کاپیسا) تابع شوي دي.»(۱)

په لغتنامه دهخدا کې هم پشه یی (پشه یا پشی) د پاشایی او پادشاهی له ریښې څخه اشراف ښودل شوي دي. دویمه نظریه دا ده چې: پشه یی له پشي څخه اخیستل شوی دی. پشي په پشه یی ژبه کې دیوال او هم د سینې د قفس پښتیو ته وایی چې په دې توګه کلک، غښتلی او ځواکمن معنا لري.

دریمه نظریه دا ده چې: دغه پشه یی نوم له بهاشه څخه اخیستل شوی دی چې پانیني یاد کړی او د سانسکرت ژبه یی ترې جوړه کړې ده. ځکه چې باش یا بهاش په پشه یی ژبه کې لفظ او ژبې ته وایی. د مثال په توګه که څوک د چا په ژبه نه پوهیږي وایی چې، اېلو کو باش کیا؟ (دا کومه ژبه کوي؟) او که پرې پوهیده وایی چې، اېلو امه باش آس. (دا مو هم ژبې دی.)

څلورمه نظریه دا ده چې: دا نوم له پیشاچه څخه اخیستل شوی دی او مرحوم دوست شینواري هم ویلي چې: زما په عقیده دغه کلیمه د اوسني (پشه یی) سره ډیر سمون لري.(۲) پیشاچه او پیساسه هم یوه پشه یی کلمه ده، ځکه په پشه یی ژبه کې په ډیر کم توپیر (پې آسا) غوښه خوړونکي ته وایی او دا چې پشه ییانو د نورو عقایدو پرخالف ترټولو د مخه د حیواناتو له غوښو څخه استفاده کوله، نو له همدی امله په دې نامه یاد شوي دي.

خدای بخښلی عبدالحی حبیبی لیکي: «دلته د هندوکش په جنوب او د هند په شمال غربي سرحدونو پرخوا ځینې ژبې لکه داردي او پیساچا پرخپل زاړه حال پاتې دي او دا ژبې تر هندي او ایراني ویش د مخه ځېنې آریایی ذخایر لري.» (۳) نو په یقینی توګه ویلی شو پیشاچه همدا پشه یی ژبه ده چې د هندوکش په جنوب ختیځ کې د خلکو له خوا کارول کیږي.

پشه یی خلک او ژبه یی د تیر څو زره کلن تاریخ په اوږدو کې د بېال بېلو دلیلونو له امله د الینا، ګندهاري، داردي، لغماني، دیګان او دیګاني، کوهستاني، نورستاني او نورو په نومونو هم یاد شوي دي. الینا یا الینایان د هغو لسو لرغونو آریایی قبیلو څخه یوه مهمه قبیله ده چې په ۲۰۰۰ ق م کې د آریانا په ختیځه برخه کې د سند د سیند تر څنک د بهاراته د ستری قبیلی او د هغه له متحدینو سره جګړه کړې او په دې توګه نوم یې په تاریخ کې ثبت شوی دی. مرحوم دوست محمد دوست د افغانستان ژبې او توکمونه په نامه خپل کتاب کې په صراحت سره پشه ییانو ته الینایی ویلي.

داردي: دغه اصطالح له ډیرو لرغونو وختونو څخه هغو خلکو او ژبو ته کارول شوی چې د هندوکش په سهیل او سهیل ختیځه سیمه کې پراته دي او پشه یی د هغه یو مهم قوم او ژبه جوړوي. د افغانستان د اوسني ژبو په لوحه کې داردي ژبې چې پشه یی یې مهمه ژبه ده د هندي ژبو له شمال لویدیځې ډلې څخه ګڼلي دي.

ګندهاری: دا چې په تیرو وختونو کې د کابل او پیښور تر منځ سیمه یا په بل عبارت د کابل د سیند حوزه د ګندهارا په نامه یادیده، له همدی امله ددغه سیمی خلک او ژبه یی د ګندهاري په نامه یاد شوي دي. پشه یی ژبه د ویدی او د ګندهاری پراکریت ژبې ادامه او بدلون موندلی بڼه ده.

لغماني: ددی لپاره چې لغمان زموږ د هیواد د ختیځو والیتونو څخه دی او په لرغونو وختونو کې د هغه ټول اوسیدونکی هم پشه ییان ول، له همدی امله په ځینو لیکنو کې د هغه خلک او ژبه یی هم د لغماني په نامه یاد شوي دي.

دهګان: یا دیګان یوه دری کلمه چې دکلي خاوند او دهنشین په معنا راځي او زیاتره پشه یی خلکو او دیګانی یا دیګانو پشه یی ژبې ته ویل شوي دي.

کوهستانی: پخوا پشه یی خلک او ددغی سیمې اوسېدونکي د داردی په نامه چې له غره څخه او غرنی معنا لری، یادېدل، چی بیا وروسته همدغه داردی پشه یی کلمه د دري په کوهستاني کلمی اوښتې ده.

نورستاني: زموږ په هېواد کې په قومي او ملي مفهوم د نورستاني په نوم یو پیژندل شوی قوم شتون لري چې دا مهال د شرقي هندوکش په جنوبي لمنو کې ژوند کوي، خو ځینې پشه ییان هم شته چې د نورستان والیت د سیمی اصلي او لرغوني اوسېدونکي دي، چې په همدې دلیل دوی ته هم نورستاني ویل کیږي.

له نیکه مرغه اوس پوه او هوشیار خلک د شاړي د نامه پرځای پشه یی چې له پاشا، پاچا او پادشاه څخه اخیستل شوی څو زره کلن نوم دی، کاروي.

This piece is preserved from its original document.

Read the full original (PDF)

← Back to Articles